دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 89417
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له قرغزستان سره دوستانه سیالۍ ترسره کوي
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن (يکشنبې) په دوبۍ کې له قرغزستان سره دوستانه مسابقه کوي.
د دې ټيم يوه لوبغاړي حميد الله يوسفزي ازادۍ راډيو ته وويل چې؛ د دې مسابقې لپاره يې پوره چمتووالى نيولى دى.
”تمرين کوو، ټول ملګري چمتو دي. مازيګر مهال به له قرغزستان سره مسابقه ولرو. له اروپا او امريکا څخه هم ځينې ملګري رارسېدلي دي.“
د فوټبال نننۍ مسابقه د اسيا د چلنج کپ سياليو د تياريو په سلسله کې کیږي.
د چلينج کپ سيالۍ د می مياشتې پر ١٩مه ترسره کېږي.
د افغانستان ټيم به د دغو لوبو په لومړي پړاو کې د فیلیپين، ترکمنستان او لاوس له ټيمونو سره مسابقه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgut97.ak9yq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته