کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د ولسي جرګي مشر د ۷ کسیز پلاوې په مشرۍ افغانستان ته تللی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 حمل 1393 ساعت 10:20


د رویترز د راپور له مخې دغه سفر چې پرون پیل شو ی دی ،په افغانستان کښې د بهرنیو په تیره بیا د آمریکايي ځواکونو په شتون د ټینګار او په افغانستان کښې د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهیر د څیړلو لپاره شوی دی .
د امریکا د ولسي جرګي مشر په دغه سفر کښې تراوسه ،په افغانستان کښې له میشتو امریکایی پوځیانو،په افغانستان کښې د امریکا له سفیر، او په دغه هیواد کښې د ناټو له عمومي قوماندان سره کتلي دي .
د امریکا ولسمشر باراک اوباما لا له مخکې ویلي دي،چې خپل زیات شمیر عسکر به د سږ میلادي کال تر پایه له افغانستانه وباسي،خو د جان بونر په شمول د ولسي جرګي زیاتره جمهوري غواړي غړي د اوباما له دې فیصلي سره مخالف دي.


د مطلب کود: 89563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89563/د-امریکا-ولسي-جرګي-مشر-۷-کسیز-پلاوې-په-مشرۍ-افغانستان-ته-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com