دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 89724
د ملګروملتو خاص استازي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیونونو د ملاتړ غوښتنه وکړه
د ملګروملتو خاص استازي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ملاتړ غوښتنه وکړه.
یان کوبیش پرون د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له مشرې سره د افغانستان د انتخاباتو او بشري حقونو په اړه خبرې وکړې.
دوی د انتخاباتو په لړ کې د درغلیو د شفافې څېړنې او د جعلي رایو د باطلولو د ضرورت یادونه هم وکړه.
یان کوبیش په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې باید د انتخاباتو پروسه اجرا شي څو د خلکو حقیقي رایې وشمېرل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkqn6.23nwidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته