دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 89744
د سولې شورا: اغاجان معتصم په متحده عربي اماراتو کې تر څارنې لاندې دی
د سولې عالي شورا وایی، چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی اغاجان معتصم چې په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی، په متحده عربي اماراتو کې تر څارنې لاندې دی.
دې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مساله د دې ښکارندوي کوي، چې په سیمه کې په پټه او ښکاره د افغانستان د سولې د ګډوډولو هڅې روانې دي او هر هغه څوک چې په دې برخه کې قدم ږدي، قرباني کیږي.
خبرپاڼه وایي، دوی به د هیواد د ننه د سولې هڅې جاري ساتي او زیاتوي، چې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د سولې شورا چارواکو اړیکه نیولې ترڅو په ښاغلي معتصم محدودیتونه کم کړي.
څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایئد ویلي وو، چې آغاجان معتصم په دوبۍ کې لادرکه شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjxaeo.uqehxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته