کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 حمل 1393 ساعت 14:29


تاند- پاکستاني چارواکو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړی، که غواړي چې د پاکستان دوستان واوسي نوهغه وخت راغلی چې د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د دولت ترمنځ یو غوره کړي.
د پاکستان د (یي نیوز) ورځپاڼې په شمول ګڼو رسنیو نن وویل چې د پاکستان د چارواکو له لوري دا بې ساری خبرداری په یوه داسي خورا حساس وخت کې ورکړای شوی چې پاکستاني طالبان په اسلام اباد کې له حکومت سره خبرې کوي او د خپلو ۸۰۰ بندیانو د خلاصون ترڅنګ له وزیرستانه د پاکستاني پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو په داسي حال کې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ چې له پاکستاني طالبانو سره د دوی همکاري ډېره شوې ده.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد د تېر کال د اکتوبر په شپږمه په یوه مرکه کې ویلي و چې افغان طالبان د دې ترڅنګ چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي له دوی سره نوره همکاري هم کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې ساتلی و.
دي نیوز وايي، پاکستان د افغان طالبانو دې ادعا په قار کړی چې وايي د نوامبر په ۱۱ مه د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې آی ایس آی وژلی دی.
دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د حقاني شبکې او د پاکستان د آی ایس آی او پوځ د څو لسیزو ملګرتوب د نصیرالدین حقاني مرموزې وژنې ترسیوري لاندې راوستی دی.
سرچینې وايي، نصیرالدین حقاني د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب کاوه خو کله چې حکیم الله مسود ووژل شو، د دواړو خواووترمنځ د خبرو بهیر ودرېده.


د مطلب کود: 89749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89749/پاکستان-افغان-طالبانو-او-حقاني-شبکې-ته-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com