دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 89754
سویډن کمیټه په ۲۰۱۴ م کې په میدان وردګو ولایت کې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه مصرفوي.
سویډن کمیټه په ۲۰۱۴ م کې په میدان وردګو ولایت کې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه مصرفوي.
د سویډن کمیټې چارواکي وایي په ۲۰۱۴ م کال کې به په میدان وردګو ولایت کې په بېلابېلو برخو کې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ بودیجه مصرف کړي،چې زیاته لګښت به د روغتیا په برخه کې وکړي .
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د پروګرامونو د تطبیق کولو مرستیال خالدفهیم،چې نن وري په ۲۸ یې د میدان وردګو ولایت په مقام کې د ادارو مسؤلینو ته د دغه ولایت لپاره جوړ شوی څلور کلن پلان وړاندې کولو،وویل:
په ۲۰۱۴ م کال کې به په دغه ولایت کې د روغتیا،پوهنې،معلولینو او معیوبینو او پاکو اوبو په برخه کې ۳۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت وکړي .
هغه وایي په دغه بودیجه کې به ۱۷۰ میلیونه د روغتیا،۱۱۶ میلیونه د پوهنې،۱۹ میلیونه د معلولینو او معیوبینو او ۹ میلیونه افغانۍ به د پاکو اوبو په برابرولو کې ولګول شي .
د فهیم په وینا، داسې اټکل کیږي،چې ځینې مرستندویه ادارې به د وخت په تېریدو سره خپلې مرستې کمې کړي،خو د دوی اداره ژمنه لري،چې د وخت په تېریدو سره به د دوی په مرستو کې څو چنده زیاتوالی راځي.
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د سویډن کمیټې د ترسره شویو مرستو د ستاینې ترڅنګ په دغه ولایت کې د اړتیا له مخې د یادې بودیجې د زیاتوالې غوښتنه وکړه.
هغه همدا راز وویل: د ولایت لپاره یې پنځه کلن ستراتیژیک پلان هم جوړ کړی،چې د هغې پر بنیاد یې یو کلن عملیاتي پلان هم جوړ کړی او هغه پروژې یې په کې په نښه کړي،چې د یوه کال په موده کې یې چارې بشپړې کیږي .
په جوړه شوې غونډه،کې چې د دغه ولایت د ټولو ادارو مسؤلینو او مرستندیو ادارو استازو برخه درلوده،د سویډن کمیټې جوړ شوی پلان مثبته ارزونه وکړه خو په پلي کیدو کې یې د شفافیت او روڼتیا غوښتونکې شول.
د یادونې وړده،د سویډن کمیټه د هېواد په اولس ولایتونو کې فعالیت لري،چې شاوخوا شپږ زره کسانو،ته په کې کاري زمینه برابره شوې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcay0na.49nom1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته