دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 89973
د لوړو زده کړو وزیر په کانکور ازموینه کې د درغلیو شتون رد کړ
د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر په کانکور ازموینه کې د درغلیو موجودیت رد کړ.
نوموړي چې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې خبرې کولې؛ ویې ویل، د کانکور ازموینه په هر هغه ځای کې چې تقلب ولیدل شو؛ لغوه او دوهم وار واخیستل شوه.
یو شمېر وکیلانو وویل چې، په کانکور کې پراخه درغلي شوې او د لوړو زده کړو وزیر یې په بې کفایتۍ تورن کړ.
د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې یو لک او لس زره کسان لوړو زده کړو او نیمه عالي تحصیلاتو ته کامیابه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsn0j.yt0n56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته