دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 90027
امریکا په افغانستان کې د خپلو یو شمېر سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی
د امریکا متحده ایالاتو له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د خپلو یو شمېر سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان له انتخاباتو وروسته په دې هېواد کې د یو شمېرامریکايي ځواکونو د پاتې کولو موضوع بیا ګرمه شوې ده.
راپورونه وايي، امریکايي مقامات په افغانستان کې له لسو زرو څخه د کم ځواک په ساتلو غور او بحث کوي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا د کم شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو پلان ددې ښکارندویه دی چې افغان ځواکونه اوس د خپل هېواد د امنیتي مسولیتونو د سمبالولو او طالبانو سره د جګړې توان لري
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfexd1.w6dx0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته