کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په افغانستان کې د خپلو یو شمېر سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 ثور 1393 ساعت 12:40


د امریکا متحده ایالاتو له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د خپلو یو شمېر سرتیرو په ساتلو بیا غور پیل کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان له انتخاباتو وروسته په دې هېواد کې د یو شمېرامریکايي ځواکونو د پاتې کولو موضوع بیا ګرمه شوې ده.
راپورونه وايي، امریکايي مقامات په افغانستان کې له لسو زرو څخه د کم ځواک په ساتلو غور او بحث کوي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا د کم شمېر امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو پلان ددې ښکارندویه دی چې افغان ځواکونه اوس د خپل هېواد د امنیتي مسولیتونو د سمبالولو او طالبانو سره د جګړې توان لري


د مطلب کود: 90027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90027/امریکا-په-افغانستان-کې-د-خپلو-یو-شمېر-سرتیرو-ساتلو-بیا-غور-پیل-کړی

آوا
  https://www.avapress.com