د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې د امنیتې وضعې په خرابیدو اندیښنه څرګنده کړه.
د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن په عمومې غونډه کې وویل، چې په دې اړه به امنیتي چارواکي د دې جرګې یوې راتلونکې استجوابیه غونډې ته ور وغواړي.
د مشرانو جرګې غړي وویل، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وژنو او سړي تښتوونو پیښې زیاتې شوي دي.
تیره اونۍ په کابل ښار کې د فواید عامي وزارت مرستیال هم وتښول شو، چې تر اوسه یې لادرک نه دی معلوم.