کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالب ترهګرو له لورې د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ۲ تنه ملکی وګړې شهیدان شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 ثور 1393 ساعت 12:16


نن سهار شاوخواه ۶:۰۰ بجې د ملکی وګړې یوه موټرسایکل د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ د چهاردهی سیمه کې د طالبانو له لوري د سړک پر غاړه پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو. چې په ترڅ کې یی دو تنه ملکی هیوادوال شهیدان شول .
دافغانستان د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د طالب ترهګرو دغه غیر انساني او غیر اسلامي کړنه چې په پرله پسې ډول په لویو لارو او د خلکو د تګ راتګ په سیموکې ماینونه ځاې پر ځاې کوي، په کلکه توګه غندي اودیادې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي .


د مطلب کود: 90114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90114/د-طالب-ترهګرو-له-لورې-ایښودل-شوي-ماین-په-چاودنه-کې-۲-تنه-ملکی-وګړې-شهیدان-شول

آوا
  https://www.avapress.com