دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 90179
یوناما د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونه وستایل
تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمېرلو کې د شفافیت د زیاتولو لپاره د انتخاباتي کمیسیونونو هلې ځلې هڅوونکې بولي.
د یوناما له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش پرون په وویل:«د افغانستان انتخاباتي ادارې باید د هغو هڅو په خاطر وستایل شي چې انتخاباتي پروسې یې تر بل هر وخت شفافې کړي او پکار ده چې تشویق شي څو په دې برخه کې لا ګړندي ګامونه واخلي.»
یان کوبیش همداراز ویلي چې په هره مرحله کې د انتخاباتي بهیر د څارلو لپاره د څارونکو، د کاندیدانو د استازو او نورو ناظرانو ته د زمینې برابرول ډېر اهمیت لري، له کاندیدانو او خلکو سره پر له پسې تماسونه بله مهمه اړتیا ده.
د یوناما ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل چې یان کوبیش پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رييس یوسف نورستاني او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون له رييس عبدالستار سعادت سره په کتنه کې د دغو کمیسیونونو د اقداماتو هرکلی وکړ.
ملګروملتو د افغانستان د انتخاباتو په پروسه کې د شفافیت د رعایتولو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیونونو د اقداماتو هرکلی وکړ.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وویل دا اداره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمېرلو کې د شفافیت د زیاتولو لپاره د انتخاباتي کمیسیونونو هلې ځلې هڅوونکې بولي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش پرون په وویل:«د افغانستان انتخاباتي ادارې باید د هغو هڅو په خاطر وستایل شي چې انتخاباتي پروسې یې تر بل هر وخت شفافې کړي او پکار ده چې تشویق شي څو په دې برخه کې لا ګړندي ګامونه واخلي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnf0n.yt0z56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته