کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک رييس، ولسي جرګې ته د استيضاح لپاره بيا هم حاضر نشو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 ثور 1393 ساعت 14:35


د افغانستان د ولسي جرګې غړو د خپلې غونډې په مهال، د افغانستان بانک د رييس نورالله دلاوري د استيضاح غوښتنه کړې وه،چې نن بايد حاضر شوی وای، خو نوموړی لا هم په امريکا کښې دی.
پر نوموړي تورونه دي،چې د پيسو مينځلو په درغليو کې لاس لري او د زړښت او د مديريت د نه درلودو په وجه نه يوازې د افغانستان بانک کارونه مخکې نه ځي بلکې پر نورو دولتي او خصوصي بانکونو يې هم ناوړه اغيز کړی دی.
د افغانستان د ولسي جرګي يو شمير وکيلانو ویلي، چې په دغه بانک کې يو شمېر خلکو ته ډير لوړ ډالري معاشونه ورکول کيږي او دلاوري همدا اوس بې له کومې رسمي دندې په بهر کې شپې ورځې تيروي او ښايي، همالته پاتې شي، ځکه د کرزي د حکومت دوره ډيره نه ده پاتې.
همداراز دوه ځلې مخکې د نوموړي د استيضاح غوښتنه شوې وه، چې د وکيلانو په وينا حاضر نشو


د مطلب کود: 90376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90376/د-افغانستان-بانک-رييس-ولسي-جرګې-ته-استيضاح-لپاره-بيا-هم-حاضر-نشو

آوا
  https://www.avapress.com