کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شبرغان سیلاب ځپلو ته مرستې استول شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 ثور 1393 ساعت 12:10


تر اوسه لس میلیونه افغانۍ نغدي او شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي مواد شبرغان ته د سیلاب ځپلو کورنیو لپاره استول شوي دي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي او د بیړنیو حالاتو د کمیټې مشر پرون د جوزجان په مرکز شبرغان کې وویل چې؛ په پام کې ده پر دغو مرستو سربیره په راتلونکي کې هرې زیانمني شوي کورنۍ ته یوه یوه نمره ځمکه هم ورکړل شي.
تر دې وړاندې چارواکو د وروستیو سیلابونو له کبله په جوزجان، فاریاب او سرپل کې د شاوخوا ۱۱۱ کسانو مړینه تایید کړې وه؛ خو ویلي وو، چې ښایې دغه شمېره نوره هم ډیره شي.
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو آزادي راډیو ته ویلي چې؛ یوازي په دغه ولایت کې د سیلابونو قربانیان ۶۶ تنه دي او سل تنه نور لادرکه دي.


د مطلب کود: 90425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90425/د-شبرغان-سیلاب-ځپلو-ته-مرستې-استول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com