دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 90505
په هرات ولایت کې د تروریستانو د یوې (۵) کسیزي ډلی نیونه او په بلخ ولایت کې د یو اندازه وسلو او مهماتو کشفیدل!
په هرات ولایت کې د تروریستانو د یوې (۵) کسیزي ډلی نیونه او په بلخ ولایت کې د یو اندازه وسلو او مهماتو کشفیدل!
د طالبانو اړوند یوه (۵) کسیزه ترهګره ډله چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالی په اړوندو سیمو کې په تروریستی او وسلوالو کړنو بوخت ول، د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له (۲) میله کلاشینکوفونو، یو میل تفنګچې، یو بوتل مسموم کوونکی موادو او (۲) کړۍ زنځیر او زولنو سره یو ځای نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې د هرات ولایت په اړوند سیمو کې يې په یو لړ تروریستی او ورانکارو کړنو، ماین خښونې او وسلوالو بریدونو کې رغنده ونډه درلوده.
همدا رنګه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو بل جلا اقدام په ترڅ کې د مزارشریف ښار د نهمی او لسمی ناحیي له اړوندو سیمو څخه:
- (۳۲) میله میکاروف او بریتا ډوله تفنګچې له (۵۴) عددو شاژورونو سره یې.
- (۱۰) فیره د RPG7 راکت انداز مرمي، چې ترهګرو ډلو هوډ درلود تر څو له یادو وسلو او مهماتو څخه په تروریستی بریدونو کې کار واخلی، خپلو ناوړو موخو ته له رسیدو د مخه کشف او د پیښې په اړوند یو تن په نوم د محمد حنیف د محمد حکیم زوی د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالی اوسیدونکی نیول شوی دی.
پیښي د لازیاتو څیړنو لاندې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnn9y.ak9zz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته