دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 90509
وحیدي: د هرات ولایت به امنیتي ارګانونو کې اداري فساد زیات شوی
د هرات والي سید فضل الله وحیدي په دې ولایت کې د (ثور د اتمې) یا مجاهدینو د بریالتوب د کلیزې په اړه غونډې کې د وینا پر مهال یو شمېر پوځي او ملکي اداري په فساد تورنې کړې.
ښاغلی وحیدي همدارنګه پر یو شمېر هغو هیوادونو انتقاد وکړ چې؛ د ده په وینا په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هغوی د افغانستان د خلکو نه پخلا کیدونکې دښمنان وبلل.
سږ کال په افغانستان د ثور اتمه نېټه چې په دې هېواد کې د مجاهدینو د بریالیتوب له دوه ویشتمې کلیزې سره برابره وه؛ د نورو کلونو په شان په ډیرو سترو غونډو ونه لمانځل شوه؛ خو بیا هم د هرات په څیر په یو شمیر ولایتونو کې په دې اړه د ملکي او پوځي ادارو له خوا یادغونډې جوړې شوې وې.
په هرات کې دا ورځ د ۲۰۷ ظفر قل اردو د قومندانۍ په مرکز کې په بیلابیلو پوځي نندارو ولمانځل شوه.
پخواني معلومات:
د هرات والي د دې ولایت په امنیتي ارګانونو کې د اداري فساد له زیاتیدو اندیښنه وښوده.
سیدفضل الله وحیدي چې نن یې د مجاهدینو د بریا د دوه ویشتمې کلیزې په مناسبت په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې خبرې کولې؛ اندیښنه ښکاره کړه چې، له انتخاباتو وروسته د هرات په امنیتي ارګانونو کې اداري فساد زیات شوی دی.
ښاغلي وحیدي وویل، د ملي امنیت ادارې ته یې ویلي چې؛ د دې فساد د پراخېدو په مخنیوي کې دې خپلې هڅې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaomno.49nww1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته