دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 90518
رحیمي: د نصب شوې سپوږمکۍ امتحاني فعالیتونه پیل شوي دي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي؛ چې په فضا کې د نصب شوې سپوږمکۍ امتحاني فعالیتونه پیل شوي او زیاتوي، چې ډیر ژر به د ولسمشر حامد کرزي له خوا رسماً پرانستل شي.
د دې وزارت ویاند نصرت الله رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دې سپوږمکۍ د نصبېدو کار شل ورځې وخت ونیوه او له درېیو ورځو راهیسې یې امتحاني خپرونې پیل شوي دي.
د افغانستان د مخابراتو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې هیواد د سپوږمکۍ څښتن کیږي او د چارواکو په وینا دوی به له دې لارې په کال کې څه باندې پنځلس میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.
د سپوږمکۍ له فعالیتونو سره به د ټلویزیني چینلونو نشرات ډیجیټلي شي او د نورو هېوادونو ټلویزیونونه به هم په آسانۍ سره د لیدو وړ وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaamno.49nw61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته