دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 90611
په میدان وردګو ولایت کې د یو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول
 د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په شش قلعه سیمه کې نن (چهارشنبه) سهار شاوخوا نهه بجې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان له پنځو نورو ملګرو سره ووژل شول .
په دغه عملیاتو کې،چې ملکی وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې کوم زیان ندی اوښتی،د وسله والو طالبانو د ملنګ په نوم یو لوړ پوړي قوماندان د وژل کیدو ترڅنګ د مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .
په دغه مهماتو څلور کلاشینکوفونه،یوه پیکا او دوه موټر سایکلونه هم شامل دي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezp8o.jh87zi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته