دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 90756
ټاکل شوې ده چې سبا د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له کوربه هیواد سره یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
د اسیایي شورا په پریمرلیګ لوبو کې تر اوسه افغانستان دوې لوبې کړې دي.
د جمعې په ورځ یې عربي متحد اماراتو ته د اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه او تر دې مخکې یې هانګ کانګ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې وه.
د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په لوبه کې افغان ټیم څه باندې درې سوه منډې وکړې چې؛ په کې څلورو لوبغاړو خپلې نیمه سلیزې هم ووهلې.
رحمت شاه زرمتي بیا په بالنګ کې پنځه ویکټې واخیستې.
تمه ده سبا مازدیګر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د تاجکستان له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
دا لوبه د دوشنبې په ښار کې کیږي او هدف یې هم د اسیا چلنج کپ سیالیو ته ښه چمتوالی ښودل شوی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepf8o.jh87ni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته