دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 90757
د پینتاګون راپور: پاکستان د افغانستان او هند د مخالفانو پرضد اقدام نه کوي

تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) په یوه راپور کې ویلي، په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي پناهځایونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام اصلي علت دی او دا ډېره ګرانه مسله ده.
د افغانستان د راتلونکي ثبات او امنیت په اړه د پینتاګون په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د حملو لپاره کار اخیستل کېږي.
د راپور پر اساس د پاکستان په قبایلي سیمو او بلوچستان کې سخت دریځي خوندي پناهځایونه لري او په دغو ځایونو کې په افغانستان کې د حملو لپاره پلانونه جوړېږي.
راپور دغه راز وايي چې پاکستان په افغانستان او هند کې د سخت دریځو د حملو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.
د پنتاګون راپور وايي، پاکستان په ظاهره داسي ښيي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د مثبت رول د ادا کولو اراده لري.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې پاکستان د هغو بمونو د مخنیوي لپاره، چې په کورونو کې جوړېږي، د مخنیوي لپاره محدود اقدامات کړي مګر په دې برخه کې یې مهم پرمختګ نه دی کړی.
په راپور کې بیا بیا ویل شوي چې پاکستان په افغانستان او هند کې د تخریبي اقداماتو او د سخت دریځو د حملو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدام نه دی کړی او نه یې کوي.
د امریکا د دفاع وزارت په راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختګونو ستاینه شوې، ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو د سخت دریځو په ضد په جګړه کې یو لړ کامیابۍ ترلاسه کړي چې په نتیجه کې یې د حمل په شپاړسمه /اپریل ۵مه/ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات ممکن شول.
د امریکا دفاع وزارت همداراز وايي چې اوس د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو امنیتي مسوولیتونه د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه دي او اکثره بریدونه په داسي سیمو کې کېږي چې کم نفوسه او اطرافي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfeed1.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته