کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران او افغانستان د روغتیا،درملنې،درملو او خوړو په زمینه کښې ملګرتیاوي پراخوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 ثور 1393 ساعت 13:48


د د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا د وزارت د درملو او خوړو د نړیوالو چارو سرپرست علیرضا حسینی نن،په تهران کښې د روغتیا د وزارت له پلاوې سره په کتنه کښې وویل افغان پلاوې له ایراني لوري سره په خبرو اترو کښط د روغتیا په زمینو په تیره بیا د خوړو او درملو په زمینه کښې د زیاتو ناستو غوښتنه وکړه .
د افغانستان د روغتیا د وزارت د مرستیالې میرمن ناجیه طارق په مشرۍ یو پلاوې چې نور نور روغتیایې چارواکې هم ورسره دي، ایران ته راغلي تو د دغه هیواد د روغتیا او درملو د تولید او کنټرول آزمیښت ځایونه او مرکزونه يې لیدلي دي .
د ایران د روغتیا د وزارت د خوړو او درملو د لابراتوارونو عمومي مدیر حسین رستګار هم له افغان پلاوې سره په ګډه ناسته کښې وویل ،د روزنې،لابراتوار، کیفیت د کنټرول په زمینو کښې د تجربو انتقال د ګډې ملګرتیا لپاره د افغان پلاوې د نظر وړ موردونه دي.
هغه وویل افغان پلاوې د ایرتن د مشهد،بیرجند،زاهدان په شمول د ایران د طبی علوم و د پوهنتونونو د توانمنیو د استفادې غوښتنه هم وکړه .


د مطلب کود: 90839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90839/ایران-او-افغانستان-د-روغتیا-درملنې-درملو-خوړو-په-زمینه-کښې-ملګرتیاوي-پراخوي

آوا
  https://www.avapress.com