دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۱
د مطلب کود : 91139
پینتاګون وايی، د افغانستان لپاره د روسیې د ایم آی -۱۷ هیلي کوپترو متبادل نشته
تاند- د امریکا د ټولو قواوو ګډ لوی درستیز جنرال مارتین دیمپسې د دغه هیواد مشرانو جرګې ته وویل، پینتاګون اوس د افغانستان لپاره د روسیې د ایم آی -۱۷ هیلي کوپترو متبادل نه ویني.
ده، چې د سې شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو مشرانو جرګې ته خبرې کولې، وویل چې د روسي هیلي کوپترو په ځای یې د نورو لټه کړې خو متبادل یې نه دی موندلی.
د روسیې د ایتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا لوی درستیز وویل، د کانګریس له لوري د روسیې د (روسوبورن ایکسپورت) کمپنۍ پرضد د بندیزونو د لګولو هڅه به سبب شي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شي او دا د اندېښنې وړ ده.
پینتاګون تر دې مخکې تایید کړې وه چې د روسیې پرضد بندیزونه به د افغانستان د هوايي ځواک لپاره له روسیې د ایم آی -۱۷ هیلي کوپترو د رانیولو پر قرارداد اغېز ونه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcao6no.49n6e1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته