دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 91143
د افغانستان د ښځو چارو وزارت د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د یوه کس له خوا د خپلې میرمنې وژنه وغندله.
د ښځو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې دا ښځه د بیل په وسیله د خپل میړه له خوا وژل شوې ده.
وزارت له اړوندو ارګانونو غوښتي، چې د پيښې عامل ونیسي او له قانون سره سمه سزا ورکړي.
د ښځو چارو وزارت وايي، چې په وروستیو څو میاشتو کې له ښځو سره د شدید تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmyd1.w6dyjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته