دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 91321
دپاکستان پيښور او میرعلی یو ځل بیا چاودنوولړزول په لسګونو کسان مړه اوټپیان شول
 دپاکستان دخیبر پختون خواه صوبې پيښور نن یوې نسبتا زورورې چاودنې ولړزاوه او ویل کیږي چې دغه چاودنه دپيښور دفقیر آباد سیمې په یو ه چوک کې چې ګورنمنټ کالج هم ورسره دی شوې چې ویل کیږي درې کسان پکې مړه او اته ټپیان شول ممکنه ده دمړو شمیر نور هم زیات شي.
ویل کیږي چې دفټ بال لوبغالي ترڅنګ دغه چاودنه شوې ده .
همدااز له میرعلی هم زمونږ خبریال راپورراکړ ددغه ښار له کجوري پستې سره نزدې دامنیتي ځواک دکاروان دتیریدا په وخت چاودنه شوې چې له امله ئې درې امنیتي ماموران ټپیان شوی دی.
ویل کیږي دپاکستان دپوځي ځواک دغه کاروان له بنو دشمالی وزیرستان دمرکز میرانشاه په لور روان ؤ چې دغه پيښه رامینځةشوه البته په دې باب نور توضیحات نه دی ترلاسه شوي .
همداراز یو بل خبر ښئ چې دبلوچستان صوبې په خضدار کې هم ناپيژاندوکسانو دلیوي فورس پر پستې په ډزو سره درې لیوي ماموران ووژل شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfs0n.yt0fx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته