کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمی رسول له عبدالله عبدالله سره ملګری شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 ثور 1393 ساعت 14:08


تاند- د ولسمشرۍ کاندید زلمی رسول  د عبداله عبدالله ملاتړ اعلان کړي.
تر دې مخکې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید ګل اغا شېرزي هم د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و.
زلمی رسول به له عبدالله عبدالله سره په یوه خبري غونډه کې حاضر شي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې زلمي رسول په کومو شرطونو له عبدالله عبدالله سره یوځای شوی دی خو ګومان کېږي چې د وزارت ژمنه به ورکړل شوې وي.
تر انتخاباتو مخکې زلمی رسول ډېرو خلکو ته یو له دوو مخکښو کاندیدانو څخه ښکارېده ځکه چې د ولسمشر کرزي د خوښې وړ کاندید ښکارېده.
په تېرو څو ورځو کې د پکتیا د والي جمعه خان همدرد په شان یو شمېر مخور کسان، چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې زلمي رسول ته د څه باندې ۱۱ فیصدو رایو په ګټلو کې مهم رول درلود، له اشرف غني احمدزي سره یوځای شوي دي.
د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې.
ټاکل شوې ده چې د جوزا په ۲۴ مه د دوو مخکښو کاندیدانو ښاغلیو عبدالله او غني ترمنځ دوهم ځليانتخابات وشي.


د مطلب کود: 91324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91324/زلمی-رسول-له-عبدالله-سره-ملګری-شو

آوا
  https://www.avapress.com