دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 91415
ننګرهار: په نننۍ نښته کې د ۳ برید کوونکو او ۲ پولیسو په ګډون ۵ ملکیان وژل شوي
 د ننګرهار د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس سمونوال عبدالروف ارزګاني ازادي راډیو ته وویل؛ درېو وسله وال مخالفین نن له غرمې مخکې د عدلیه په رياست ورننوتل،چې وروسته سیمې ته امنيتي ځواکونه هم راورسیدل او جګړه وشوه چې تر یوې بجې یې دوام وکړ
دا چې دې جګړې ولې دومره دوام وکړ؛ نوموړی وايي، په یاد ریاست کې یو شمېر کارکوونکي بند پاتې وو؛ چې د هغوی د خوندیتوب په خاطر دوی له تکتیکي حملو کار اخیست.
 خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې په دې پېښه کې د عدلیه ریس په ګډون شل تنه کارمندان يې وژلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmknw.23nzzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته