دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 91496
جان کري، له ځینو افغان ښځینه خبریالانو سره په واشنګټن کې خبرې وکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، له ځینو افغان ښځینه خبریالانو سره په واشنګټن کې خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جان کري ژمنه وکړه، چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغان ښځو سره مرسته وکړي، ترڅو په ټولنه کې خپل نفوذ ثابت وساتي.
دا افغان خبریالانې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره امریکا ته تللي، چې هدف یې د ښځو د رول پراختیا او د ښځو په ټولنیزو فعالیتونو کې د رسنیو رول او اغیز دی.
ټاکل شوې دغه افغان خبریالانې، د افغان ـ امریکا د ښځو د شورا له غړو سره هم لیده کاته وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3t9y.ak9qy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته