دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 91520
چارواکي: د پیروز په نوم عملیاتو کې ۳۱۸ وسلوال وژل شوي دي
ملي اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان د سویل ختیز زون په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان ښار او لوګر ولایتونو کې د پیروز په نوم د پیل شویو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۸ وسلوال وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي.
په یادو عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال ژوندي نیول شوي او یو شمېر وسلې او واسطې هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.
د چهارشنبې په ورځ د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیروز په نوم جګړه ییز او چاڼیز عملیات د ثور د لسمې یا د اپریل د دیرشمې نیټې څخه د سویل ختیز زون په شپږو ولایتونو کې پیل شوي او اوس هم روان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې څلور عرادې موټرونه، (۵۲) ارابې موټرسایکلونه او یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم افغان ځواکونو لاسته لویدلې ده.

په خبرپاڼه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتي مالي او ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7n8o.jh8zwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته