دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 91584
حامدکرزی: انسان پالنه، د تعلیم وده او د افراط او تفریط له منځه تلل، د غني خان آرزوګانې وې
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر عبدالغنی خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې علمي سیمینار پرانیست.
د هېواد جمهوررئیس په دغه سیمینارکې چې نن له غرمې مخکې د ملي راډیو ټلویزیون په تلارکې جوړ شوی و، د پښتوژبې د نوښتګر شاعر عبدالغني خان شاعرۍ او د آزادۍ غوښتنې لوړې روحیې ته د اشارې په ترڅ کې وویل:" غني خان چې په کوم ماحول کې را لوی شوی دی د هغه په شاعرۍ یې ژور اغیز کړی دی. "
جمهوررئیس کرزي وویل چې:" د غني خان فلسفي او نازک خیاله شاعري د یو ډیر خاص ماحول محصول دی چې له ده څخه یې د لوړو خیالونوشاعر جوړ کړی دی. په شعرکې د ده نازک خیالي، عواطف، سیاسي افکار، له ښکلا او ژوند سره مینه، ټول د دغه خاص او مغلق ماحول زیږنده ده. په دغه ماحول کې ټول هغه عوامل موجود وو چې یو انسان په ډیره ښه او کامله توګه پکې روزل کیدلای شي. نو غني خان هم ښه شاعر، نقاش، لیکوال او جذباتي شو. "
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه:" انسان پالنه، د تعلیم وده، د افراط او تفریط له منځه تلل او د یوې بسیا ټولنې رامنځته کېدل د غني خان آرزوګانې وې چې په دې لاره کې یې زندانونه هم تېرکړل. "
د هېواد جمهوررئیس وویل:" غني خان د پښتو شاعرۍ ستر او ځلانده ستوری دی، حق یې پر دې ژبې او پر دې سیمې ډیر دي خو دا حق په هغه توګه چې باید ادا شوی وای، نه دی ادا شوی . د ده پیژندګلوي چې باید په عامه او پراخه توګه شوې وای، تراوسه نه ده شوې. دا زموږ دنده ده چې دې پیژندګلوۍ ته هم ځان او هم نوموړی و رسوو. نه یوازې داچې افغانستان، پاکستان او دې سیمه ، بلکې نړۍ ته غني خان ور وپیژنو. "
جمهوررئیس حامدکرزي په دغه سیمینارکې د غني خان څو شعرونه هم ولوستل.

په دغه علمي سیمینارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین، افضل خان لالا او د غني خان لمسي مشعل خان، رحمت شاه سایل، افراسیاب خټک، شمیم مشاهد، ځلاند مومند، د علومو اکاډمۍ غړو، لیکوالو، شاعرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ګدون کړی و چې په خپل وار یې د غني خان د شاعرۍ او د هغه د سیاسي او فرهنګي شخصیت په اړه ویناوې وکړې. دغه سیمینار سبا هم دوام لري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceen8o.jh8zvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته