کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ای سي جي: له افغان ځواکونو سره دې تر ۲۰۱۴ وروسته مرستو ته دوام ورکړای شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 ثور 1393 ساعت 14:09


د افغانستان او پاکستان لپاره د تماس نړيوالې ډلې پر دې ټينګار وکړ چې؛ نړيواله ټولنه دې له افغان ځواکونو سره تر دوه زره څوارلسم کال وروسته مرستو ته دوام ورکړي.
دغې ډلې په توکيو کې د يوې غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې؛ په نورو برخو کې دې هم له افغانستان سره مرستې کوي.
دا غونډه د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي مايکل کاخ په مشرۍ چې په خپله د تماس ډلې مشري هم کوي؛ پرون په توکيو کې پای ته ورسيده.
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمدي په دې غونډې کې؛ چې د لسګونو هېوادو او نړيوالو موسسو استازيو ګډون کړي و؛ د افغانستان د پلاوي مشري کوله.
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند سراج الحق سراج ازادي راډيو ته وويل؛ افغان پلاوي د توکيو په غونډه کې د افغانستان د انتخاباتو د لومړي پړاو، دوهمې مرحلې، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د فعاليتونو او د واک د سوله ييز انتقال په اړه معلومات وړاندې کړل.
سراج الحق سراج زياته کړه چې، په دې غونډه کې د هغو هېوادونو د مرستو پر ژمنو خبرې وشوې چې مخکې يې له افغانستان سره کړې وې او تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د دوام پر مسالې هم خبرې وشوې؛ سراج بيا وويل چې، نړېوالې ټولنې د اداري فساد د مخنوي لپاره د افغان حکومت هڅې وستايلې او د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې؛ په ځانګړې ډول د ښځو په ارتباط د افغان حکومت د هڅو ستاينه وکړه او له افغانستان سره يې د خپلو مرستو پر کولو ټينګار وکړ:
"د تماس نړيوالې ډلې د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ وکړ او کومې ژمنې چې يې مخکې کړې وې چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته به مرستې کوي؛ د هغو حمايت يې وکړ."
د تماس نړيواله ډله يوه سياسي ډله ده چې؛ د جرمني په نوښت جوړه شوې ده او ويل شوې دي چې هدف يې په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات ټينګيدل دي.
په دې ډلې کې د نژدې پنځوسو هيوادو او نړيوالو ادارو استازي شامل دي.


د مطلب کود: 91652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91652/سي-جي-له-افغان-ځواکونو-سره-دې-تر-۲۰۱۴-وروسته-مرستو-ته-دوام-ورکړای-شي

آوا
  https://www.avapress.com