دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 91735
کاندیدان دې په ټاکنیزو منډو ترړو کې قومي، مذهبي او توکمیزو مسایلو ته لمن نه وهي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دوه مخکښو نوماندانو غوښتنه وکړه چې د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو لپاره په ټاکنیزو منډو ترړو کې قومي، مذهبي او توکمیزو مسایلو ته لمن ونه وهي.
دا غوښتنه له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه د ټاکنو د کمیسیون له چارواکو سره په یوه غونډه وشوه.
په دغې غونډه کې د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو او د ټاکنو د کمیسیون له خوا د درې زرو نویو کارکوونکو د استخدام په اړه هم معلومات ورکړل شول.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې دوه مخکښ نوماندان د کمیسیون دفتر ورغوښتي وو او له هغوی سره یې د ولسمشرۍ ټاکنو ددویم پړاو په اړه خبرې وکړې
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل د نورو اړوند مسایلو ترڅنګ کمیسیون له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د دویم دور ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین پرمهال قومي ، توکمیز او مذهبي مسایلو ته له لمن وهلو ډډه وکړي.
ښاغلي نور وویل دا ډول مسایل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پاره د سرې کرښې حیثیت لري.
دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبد الله عبد الله تر اوسه د کمیسیون ددغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي .
د ټاکنو د خپلواک کمیسیو ویاند وايي په دغې غونډه کې دواړو نوماندانو ته د څلور زورو نویو محلونو په ګډون په دویم پړاو کې د ټاکنیزو محلونو د رایو پاڼو د لیږد په اړه معلومات ورکړل شول.
د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د راتلونکې غبرګولي میاشتې په ۲۴ ترسره کیږي عبد الله عبدا لله او اشرف غني احمدزی سیالي کوي.
ددغه پړاو وروستۍ پایلې به د چنګاښ میاشتې په ۳۱ نیټه په ډاګه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpmqo.2bqs18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته