دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 92001
د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې ۶۰ طالب جنګیالي وژلي

تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان پوځ وايي، جنګي الوتکو او هیلي کوپترو یې پرون/چهارشنبه/ د افغانستان خاورې ته نژدې په قبایلي سمیو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر پناهځایونو په بمبارۍ کې ۶۰ تنه ووژلي، د سیمې اوسېدونکي وايي چې ګڼ ملکیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بمبارۍ تر ډېره د شمالي وزیرستان په میرعلي ښارګي کې متمرکزې وې.
خبرپاڼه وايي چې په شپېتو تنو وژل شویو سخت دریځو کې د هغوی مهم قومندانان او بهرنیان شامل دي.
د پاکستان پوځ دا هم ویلي چې د دوی د الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سیمې یوه اوسېدونکي، چې خپل نوم یې سید الله خان وښود، وویل چې پوځ د چهارشنبې په سهار د توپونو ګولۍ هم پر سیمه واورولې.
ده وویل:«موږ د درنو او لویو چاودنو ږغ واورېده. ما په خپله ځیني نړېدلي کورونه ولیدل.»
د سیمې یوه بل اوسېدونکي انعام الله وویل چې هوايي بمبارۍ د میرعلي په بازار کې ډېر دوکانونه او دغه راز ګڼ کورونه ونړول او عام خلک یې ووژل.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د پاکستان د پوځ او د سیمې د اوسېدونکو ادعاوې د یوبل خلاف دي خو په مستقل ډول د چا ادعا نه شي تایید کېدای ځکه چې قبایلي سیمو ته، چې حکومت پکې واکمن نه دی، بهرني خبریالان د تګ اجازه نه لري.
د طالبانو د قومندان او مشر حفیظ ګل بهادر یوه ویندوی د پاکستان د پوځ حملې وغندلې، ویې ویل چې ډلې یې غونډه جوړه کړه چې د پاکستان له حکومت سره کړی تړون پای ته ورسوي.
حفیظ ګل بهادر سلګونه جنګیالي لري خو د پاکستان له حکومت سره یې پر یو بل د نه حملو کولو تړون لاسلیک کړی دی.
د ده ویندوی احمد الله احمدي وویل چې ډله یې پر خلکو د بمباریو په وړاندې پټه خوله نه شي پاتې کېدای.
د پاکستاني طالبانو تحریک له مختلفو ډلو جوړ شوی، ځینې یې د خپل حکومت د پرزولو او په پاکستان کې په خپل سبک یا سټایل د شرعي نظام د نافذولو لپاره هلې ځلې کوي خو ځیني نور یې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد په افغانستان کې جنګېږي.
دا بمبارۍ په داسي حال کې شوي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د خبرواترو پر پالیسي ټینګار کوي خو له طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت هلوځلو تراوسه پوري نتیجه نه ده ورکړې.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvyeh.uqe8yz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته