دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 92020
داوودزی: د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات روان دي.
د کورنیو چارو وزیرمحمد عمر داوودزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو پوځي عملیات د تلفاتو د مخنیوي په هدف په احتیاط سره روان دي:
″د شمال د قول اردو د قومندان تر قوماندې لاندې هغوی اوس  پر خپلو پلانونو کار کوي چې یمګان بیرته له طالبانو ازاد کړي البته هغوی له اختیاطه کار اخلي چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي او په ډیرو لږو تلفاتو باید یمګان ونیول شي.″
وسله والو طالبانو وړمه ورځ د بدخشان ولایت د یمګان پر ولسوالۍ حمله وکړه ،د ولسوالۍ ودانۍ یې ونیوله او دواړو لورو ته تلفات هم واوښتل.
د افغانستان دفاع وزارت هم وایي، چې د ملي اردو ځواکونو د یمګان ولسوالۍ د بیرته نیولوپه عملیاتوکې ګډون لري

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcawwno.49nuu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته