کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سي ای اې د یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم د افشا کیدو مساله به وڅیړل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1393 ساعت 17:47


د امریکا د ولسمشربارک اوباما یوه لوړ پوړي وکیل ته دنده سپارل شوې چې؛ په دې اړه څیړنه وکړي، چې په کابل کې د سي ای اې د یوه لوړ پوړي چارواکي نوم څرنګه په زرګونو خبریالانو ته افشا شوی دی.
د ملي امنیت د شورا ویاندې کیټلین هایډن وویل، د سپینې ماڼۍ سلاکار نیل ایګلسن به دا مساله څیړي او هم به په دې اړه چې په راتلونکې کې دا ډول پيښې تکرار نه شي، خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.
د سي ای اې د دغه لوړ رتبه چارواکي نوم د هغو امریکایي چارواکو د نومونو په فهرست کې شامل و، چې افغانستان ته د مۍ په ۲۵ د اوباما د ناڅاپي سفر په جریان کې یې له هغه سره کتلي و.
دغه فهرست د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال ته چې د رسنیو استازیتوب یې کاوه استول شوی و، چې وروسته یې هغو رسنیو ته چې له سپینې ماڼۍ سره ثبت دي استولی دی.


د مطلب کود: 92389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92389/د-سي-اې-یوه-لوړ-پوړي-چارواکي-نوم-افشا-کیدو-مساله-وڅیړل-شي

آوا
  https://www.avapress.com