کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ولسمشر پر کونړ د راکټي بریدو په اړه د پاکستان صدراعظم ته خپله اندیښنه په ډاګه کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 جوزا 1393 ساعت 13:58


افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د کونړ پر بېلابېلو سیمو، د راکټي بریدونو په اړه د چهارشنبې په ورځ ماښام ټیلیفوني خبرې کړي او په دې اړه یې خپله اندیښنه په ډاګه کړې.
ارګ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو خبرو کې د پاکستان صدراعظم ویلي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته تروریستان ور اوړي او هلته عملیات کوي، افغان جمهور رییس د دغې خبرې په ځواب کې ویلي، له کلونو راهیسې د پاکستان له خاورې افغانستان ته تروریستان راوړي، خو افغانستان هیڅکله پر ملکي خلکو راکټي بریدونه نه دي کړي.
یو شمېرکارپوهان په دې باور دي چې، د دغو راکټي بریدونو په اړه پر پاکستان ډیپلوماټیک فشارونه ګټه نه لري، ځکه چې راکټي حملې د پاکستان پوځ کوي او پوځ د ملکي حکومت په کنټرول کې نه دی.


د مطلب کود: 92423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92423/افغان-ولسمشر-پر-کونړ-د-راکټي-بریدو-په-اړه-پاکستان-صدراعظم-ته-خپله-اندیښنه-ډاګه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com