کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 جوزا 1393 ساعت 15:16


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفترنن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات په کاپیسا، خوست، کندهار، هلمند او خوګیاڼیو کې شوي چې په کې یو شمېر وسله وال ټپيان شوي هم دي.
د اعلامیې له مخې د ملي اردو درې منسوبین هم د سړک غاړې په ماین چاودنو کې وژل شوي دي.
له بلې خوا د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار په دوو پرله پسې چاودنو کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل لومړۍ چاودنه د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې په یوه تلاشي کې وشوه چې یو پولیس پکې ووژل شو او درې پولیس ټپیان شول.
که څه هم درانۍ په دویمه چاودنه کې د دوه پولیسو ټپي کیدل نه تاییدوي خو د کندهار د عامې روغتیا چارواکي وايي دوی ته د یوه پولیس مړی او پنځه نور ټپيان وروړل شوي دي.
په یوه بل خبر کې اورئ چې 5 وسله وال مخالفین په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې وژل شوي دي.
د کونړ امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال تېره ورځ په دانګام ولسوالۍ کې د یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې له خوا ویشتل شوي دي.


د مطلب کود: 92428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92428/دفاع-وزارت-په-تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-یو-لړ-تصفیوي-عملیاتو-۱۹-وسله-وال-مخالفین-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com