دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 92502
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله افغانستان ته راغلې
د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله "سوجاتا سنګ" پرون د افغانستان لویدیځ ولایت هرات ته ورسېدله او هلته یې د هند د قونسلګرۍ امنیتي وضعیت له نژدو ولید.
پر دغې قونسلګرۍ تېره اونۍ برید شوی و. میرمن سنګ په دغه سفر کې په افغانستان کې د هند له سفیر "امر سنا" او د سفارت له نورو چارواکو سره ولیدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج آزادي راډیو ته وویل چې؛ مېرمن سوجاتا سنګ به نن د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وګوري.
هند په هرات ولایت کې ځینې پراختیایي پروژې تمویلوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0td1.w6d0xaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته