دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 92594
کندهار: د عسلو تولیدات زیات سوي
 د مچیو فارمونه چي اوس مهال په کندهار کي زیات سوي ورسره یې د عسلو تولیدات هم زیات سوي، له دغو فارمونه څخه په اوسني موسم کي تر نور وخت ډېر عسل ایستل کيږي، عسل چی کله د مچیو له صندوقونو څخه را ایستل کېږي درې پړاوه لري، لومړی د صندوق هغه تختې چي مچیو ځایونه پکښي جوړ کړي وي پاکېږي له هغه وروسته یوه ماشین ته لوېږي چي عسل ورځني وزي او په دریم پړاو کې تر یوه بله جاله وزي چې صفا عسل ورځني لاس ته راځي.
د مچیو د یوه فارم مسوول شفیع الله وايي، د عسلو په زیاتېدو سره د بهرنيو عسلو مخه نیول سوې: ((عسل اوس ډېر دي ځکه فارمونه هم ډېر سوي او هغه خواږه توکي چي له بهر څخه د عسلو په نامه راتله اوس ډېر کم سوي.))
د مچیو د فارمونو روزونکي وايي، اوس مهال له فارمونو څخه د عسل ټولولو موسم دی چي مچۍ تر نورو وختونو ډېر تولید لري.
د مچیو د یوه بل فارم مسوول محمد کریم وايي، مخکي یې دلته یو فارم وو خو اوس یې دوه کړي دي.
((عسل اوس دلته ښه ګټه کوي خلکو اصلي عسل وپژندل په یوه اونۍ کې موږ دوه زره کیلو عسل له یوه فارم څخه اخیستي.))
د مچیو فارمونه چي له نږدې څو کلونو راهیسي په کندهار کې زیات سوي، خلکو هم ډېره ګټه ورځني تر لاسه کړې.
د کرني ریاست د ترويج مدیر محمدالله نوري وايي، د عسلو فارمونه په لومړي ځل دلته اته څلوېښت کاله وړاندي جوړ سوي وو خو وروسته د جنګ جګړو له امله له منځه ولاړل.
((دلته اته څلوېښت کاله وړاندي له اټالیا څخه مچۍ راوړل سوې چي ډېر فارمونه وه او د خلکو لپاره لوی کاروبار وو خو د روسانو له راتګ سره ټول له منځه لاړل.))
1په کندهار کې اوس مهال شاوخوا څوارلس د مچیو فارمونه سته، چي یو شمېر فارمونه د نورو ولایتونو خلکو دلته جوړ کړي، په دغو فارمونو کي زرګونه مچۍ دي چي په هره اونۍ کې زرګونه کیلو ګرامه د عسلو تولید لاسته راوړي.
د عسلو یو کیلو اوس مهال له درې څخه تر اووه سوه افغانۍ پوري بیه لري.
د کرني او مالدارۍ ریاست مامورین وایي، دوی خلکو ته د مچیو د فارمونو په اړه ډېرې لارښووني کړي، چې له همدې امله فارمونه زیات سوي او خلک د مچیو د روزني سره بدل سوي دي.
1انجنیر محمدالله نوري په دې اړه زیاتوي: ((د عسلو د مچیو یو صندوق نهه زره افغانۍ بیه لري، دلته اوس خلکو خپل صندوقونه دوه برابره زیات کړي ځکه مچۍ زیاتي سوي او تولید یې هم ډېر سوی.))
د مچیو فارمونه د دې ترڅنګ چي عسل تولیدوي د موم تولید هم لري چي خلک یې د درملو په توګه استعمالوي.
مچۍ عسل له ګلانو او نورو دغه ډول بوټو څخه ټولوي چي کندهار هم د مچیو د روزلو او عسلو د تولید لپاره ښه مناسب ځای بلل کېږي.
سرچینه: تاند
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtn9y.ak9xy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته