کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا سفیر: افغانانو یوځل بیا د خپل هېواد سوله ییز راتلونکي ته ژمنتیا په ډاګه کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 جوزا 1393 ساعت 14:30


په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کنینګهم ویلي؛ په انتخاباتو کې په پراخ ګډون افغانانو یو وار بیا د خپل هېواد سوله ییز او ډ‌یموکراټیک راتلونکي ته ژمنتیا په ډاګه کړه.
سپینې ماڼۍ هم د شنبې د ورځې انتخابات په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بللی؛ خو د انتخاباتو له کمیسونونو یې غوښتي چې؛ د دې پروسي مشروعیت دې باوري کړي.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن بیا په یو بیان کې په انتخاباتو کې د میلونونو افغانانو د ګډون له کبله مبارکي ویلي او دا یې یوه تاریخي ورځ بللې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په انتخاباتو کې د خلکو ګډون، د انتخاباتي کارکوونکو هلې ځلې او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د امنیت ټینګښت ستایلی دی.


د مطلب کود: 93535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93535/د-امریکا-سفیر-افغانانو-یوځل-بیا-خپل-هېواد-سوله-ییز-راتلونکي-ته-ژمنتیا-په-ډاګه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com