دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 93537
دپاکستان په شمالي وزیرستان کښې پنځوس ترهګر وژل شوي دي
 دپاکستان پوځ وویل چې ددوې جنګي الوتکو دشمالي وزیرستان په دهګان کښې په دته خیل سیمه کښې په هوايي حملې کښې څه دپاسه پنځوس (۵۰)ترهګر چې اکثره يې ازبکان دي ووژل .
که څه هم دپاکستان د شمالي وزیرستان ځايي چارواکو وویل چې دپوځ دالوتکو په حملو کښې دوژل شویو کسانو شمیر زیات دی او زیاته یې کړه چې په دغه حملې کښې څه دپاسه یوسل پنځوس ازبک ترهګر وژل شوي .
په وژل شویو ترهګرو کښې هغه کسان هم شامل دي چې دکراچۍ په هوايي ډګر کښې په حملې کښې لاس لري .
دپاکستان پوځ وویل چې داسې تاید شوي راپورونه شته چې په شمالي وزیرستان کښې په دته خیل کښې خارجي او ځايي ترهګر په خپلو مرکزونه کښې ناست وو کومو چې دکراچۍ دهوايي ډګر په حملې کښې لاس درلود .
دپاکستان یوه امنیتي چارواکي وویل چې په شمالي وزیرستان کښې دپوځ په هوايي حملې کښې د وژل شویو ترهګرو شمیر له یوسل پنځوس (۱۵۰) هم زیات دی .
دپاکستان په حکومت دباو په زیاتیدا دی چې په شمالي وزیرستان کښې د طالبانو ډلې پرضد عملیات پیل کړي .
د پاکستان دشمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه دلویدیځ په ۲۵ کلومیټرۍ کښې دهګان غرنۍ سیمه دطالبانو او القاعده ته داړونده وسله والو ترهګرو پیاوړی مرکز دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefn8o.jh8xxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته