دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 93590
عبدالله وايي امرخېل دې لېري شي، د ناامنو سیمو رایې نه منو
تاند- د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله، په داسي حال کې چې ډېر پریشانه او غوسه ښکارېده، په یوه خبري غونډه کې څرګند شو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رييس ضیاالحق امرخېل د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه.
امرخېل د شنبې په ورځ د کابل د امنیه قومندان له لوري سروبي ولسوالۍ ته د رایپاڼو له وړلو راوګرځول شو. د عبدالله عبدالله پلوي رسنیو لکه طلوع او یک تلویزیون پراخ تبلیغات پیل کړل چې ګنې د امرخېل له لوري د رایپاڼو وړل درغلي ده.
ښاغلي عبدالله په یوه خبري غونډه کې، چې اکثره وربللي خبریالان یې د ده له پلوي رسنیو سره تړلي ول، وویل: دی او ټیم به یې د انتخاباتو پایلې تر هغو ونه مني چې ضیا الحق امرخېل د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له مشرۍ لېري شوی نه وي.
ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د اکثرو سیمو د رایو قسمي ابتدايي نتیجې څرګندې شوې او په هغو کې اشرف غني احمدزی په ډېر توپیر تر عبداله وړاندې ښکاري.
په پښتني ولایتونو، لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، ننګرهار، لغمان او کندهار کې تر تېر ځل په ټاکنو کې د زیات شمېر خلکو د ګډون راپورونه ورکړای شول.
د خوست، پکتیا او پکتیکا اوسېدونکو د انتخاباتو په ورځ رسنیو ته وویل چې د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو درې یا څلور هومره زیاتو خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی. دا ځل د دغو ولایتونو ښځو هم خپلې رایې استعمال کړې او په یو شمېر سیمو کې طالبانو هم خلک له رای ورکولو منع نه کړل.
عبدالله عبدالله په پښتني ولایتونو کې، چې ده ناامنې سیمې وبللې، په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون هم د نه منلو وباله، ویې ویل، په ناامنو سیمو کې د رای ورکوونکو د شمېر زیاتوالی د پوښتنې وړ دی.
ده دا هم وویل، دا ځل په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې او امرخېل لاس په لسوتوڼي نیول شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر د کابل د امنیه قومندان له لوري د امرخېل راګرځول تېروتنه بولي خو امرخېل په دې برخه کې د تحقیقاتو غوښتنه کوي، وايي هغه څوک دې د قانون منګولو ته وسپارل شي چې لسګونه زره خلک یې د رایو له حقه محروم کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzk0n.yt0sn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته