دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 93594
د کندهار په سپین بولدک کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن سهار د ماین چاودنې د یوې کورنۍ درې غړي ووژل.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوولینو ازادي راډیو ته وویل؛ چې وژل شوي کسان یو پلار او دوه زامن وو او چاودنه هغه وخت وشوه، چې د دوی د سورلۍ موټر په خښ شوی ماین ور برابر شو.
که څه هم تراوسه د حکومت وسله والو مخالفینو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو د کندهار مسولین وایي، چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پرځای شوی وو.
له دې وړاندې هم د سړک غاړې ماینونو ترډیره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkmnw.23nxwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته