دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 93624
بامیان: په یوه ترافیکي پيښه کې ۲ تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي
په بامیانو کې په یوه ترافیکي پيښه کې نن ۲تنه وژل شوي اونهه نور ټپیان شوي دي.
د بامیانو امنیه قومندان جنرال خدایار قدسي آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې یاده پېښه د۳۰۳ او فلنګوچ موټر د ټکر له امله د بامیانو مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ ترمنځ د شهیدانو په سیمه کې رامنځته شوې.
نوموړي د ځینو ټپيان حالت نازک وښود.
ښاغلي قدسي د پیښې لامل د موټر چلونکو تېز رفتار او بې احتیاطي وباله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcba0b9.rhbf5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته