دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 93726
فیفا: د دویم پړاو انتخاباتو په اړه ۶۶۵۱ درغلۍ ثبت شوي دي
د فیفا یا د افغانستان د آزادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسوولین وايي؛ د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم دور تر ډېره شفاف او له پلان شویو او سیسټماتیکو درغلیو څخه پاک وو.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ ريیس نادرنادري د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوهم دور کې یې شپږزره، شپږسوه، یو، پنځوس درغلۍ ثبت کړي چې؛ درې زره، نهه سوه، څوارلس په کی کره دي.
ښاغلي نادري وویل، د دې ارزیابیو نتایج به په نږدې ورځو کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته وسپاري:
"د دې پروسې پاتې برخه لا روانه ده. د دې له بشپړېدو وروسته به په یوه اوونۍ کې بشپړ معلومات د واړو کمیسیونونو ته وړاندې شي.
خو کومې پلان شوې درغلۍ چې شوي؛ تراوسه یې په اړه راپور نه لرو."
د ښاغلي نادري په باور، د دولتي چارواکو مداخله، امنیتي ګواښونه، د بل کس پرځای رای ورکول، په ځینو ځایونو کې د محلونو ناوخته فعالېدل؛ د رای پاڼوکمیدل، د رنګ پیکه کېدل او داسې نور، هغه موارد دي چې په دویم دورانتخاباتو کې لیدل شوي.
ده وویل، دغه سرغړونې د دوی نهه زرو څارونکو د هېواد په څلوردېرشو ولایتونو کې ثبت کړي دي.
د دې بنسټ چارواکي وايي، د انتخاباتو پروسه د دوی د څارونکو له خوا اویا فیصده څارل شوې ده.
په عین حال کې دفیفا چارواکي له انتخاباتي کمیسیونونو څخه غواړي چې؛ د شکایتونو څیړلو او د نتایجو اعلان ته دې زیات پام وکړي.
د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي وايي، انتخاباتي کمیسیونونه مکلف دي چې؛ د اسنادو د ارزیابي پرمهال دې، ټولو څارونکوته اسانتیاوې برابرې کړي:
"شکایتونو ته د رسېدو په پروسه کې باید لازم شفافیت واوسي.
د کاندیدانو څارونکي باید په ښه توګه په مرکز او ولایتونو کې د دې پروسې څارنه وکړي او کمیسیونونه باید څارونکو ته د څارښې زمینې برابرې کړي"
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې؛ د جمهوري ریاست د دوهم دورپه اړه دوه زره، پنځه سوه، اته پنځوس شکایتونه وررسیدلی دي.
دا کمیسیون وايي، د شکایتونو څیړل، د انتخاباتي شکایتونو په ټولو سیمه ییزو دفترونو کې پیل شوي دي.
ټاکل شوې ده، د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو وروستي نتایج د سرطان په یو دېرشمه نیټه اعلان شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcepf8o.jh8xwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته