دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 93730
په میدان وردګو ولایت کې ټاکنې په بریالۍ ډول ترسره شوې
دغه ټکی د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نظامي شورا غړو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وکړ او زیاته یې کړه،د دغه ټاکنو بریالي کیدو لامل د امنیتي ځواکونو ستره مېړانه وه .
نوموړی د خپلو خبرو پرمهال وویل: په داسې حال کې،چې په میدان وردګو ولایت کې مخالفین له باغونو،ځنګلونو او نورو څخه استفاده کوې،خو امنیتي ځواکونو په هر لورې د دوی د تخریبي اعمالو د رامنځته کیدو مخنیوی وکړ.
د میدان وردګو والي له همدې امله د نظامې شورا د غړو او له ټولو امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې د رایې اچونې بهیر د بریالی کیدو په موخه یې خپل ځان قربانۍ ته ورکړی وو.
هغه د ولسونو د مېړانې ستاینه هم وکړه،چې په پوره زړورتیا سره د رایې صندقونو ته راغلل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه واچوله .
د میدان وردګو والي د ټاکنو پر ورځ هغه سرتېرو ته،چې په بېلابېلو پېښو کې ټپیان شوې وو،د بېړنۍ روغتیا او یو شمېر ملکي وګړو ته،چې د مخالفینو د توغول شوي بریدونو له امله ورته مرګ ژوبله اوښتې وه،شهیدانو روح ته دجنت الفردوس او ټپیانو ته د بېړنۍ روغیتا غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت د نظامي شورا غړو د دغه ولایت والي ته ډاډ ورکړ،چې ملي امنیتي قواوې دنده لري،ترڅو امنیت خوندي وساتې او د دغه دنده به د خپلو سرونو په قربان کولو سره ترسره کوي او ترسره کړی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyaeh.uqettz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته