کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د باميانو ولايت نږدې ديرش تنو سوداګرو مېرمنو ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د دې ولايت له والي سره وکتل.

29 جوزا 1393 ساعت 10:24


د باميانو ولايت نږدې ديرش تنو سوداګرو مېرمنو ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د دې ولايت له والي سره وکتل.
دغه کتنه ، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسه شوه ، راغلو مېرمنو ترڅنګ ، د ننګرهار د ښځو چارو ريسې انيسې عمراني او سوداګرو مېرمنو لپاره د ظرفيت لوړونې د خصوصي ادارې مسوول محمد اصف جبارخېل هم برخه لرله.
د کتنې په پېل کې د ننګرهار د ښځو چارو ريسې او د پروګرام مسول د معلوماتو د ورکړې پرمهال وويل ، چې دغه پروګرام د ننګرهار او باميانو سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو لپاره روزنيز او تجربو شريکولو پروګرام دی ، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې په مرسته پيل شوی دی.
دوی وويل ، چې د دې پروګرام له مخې يې د دواړو ولايتونو يو شمېر هغه مېرمنې چې په سوداګرۍ او لاسي صنعت کې کار کوي لومړی يې روزنه ورکړې او اوس يې د باميانو ولايت يوه ډله تجارت پيشه مېرمنې ننګرهار ته په دې موخه رابللي ، چې د دې ولايت د ښځو د فعاليتونو ځان خبر او تجربې سره شريکې کړي.
دوی دا هم وويل ، چې د باميانو ولايت نه د تجارت پيشه ښځو راغلې ډلې د درې ورځو په بهير کې د ننګرهار د بېلابېلو دفترونو له ميرمنو سره کتنې کوي ، د مور د ورځې په نمانځغونډه کې يې برخه اخيستې ، د خوراکي موادو دجوړولو له وړو فابريکو او لاسي صنعت کارانو له بېلابېلو مرکزوونو نه يې ليدنه کړې او هم يې د ننګرهار ولايت د تجارت پیشه ميرمنو سره د تجربو شريکولو په پروګرامونو کې برخه اخيستې.
د ننګرهار محترم والي مولوي عطاء الله لودين په خپلو خبرو کې د باميانو ولايت ورغلو ميرمنو ته هرکلی ووايه او د دې پروګرام له جوړونکو يې مننه وکړه.
د ننګرهار والي زياته کړه ، چې د ښځې مقام په اسلام کې ډېر لوړ دی او د يوې کورنۍ په اقتصاد کې د ښځې نقش هم د پام وړ دی ، چې په خبره یې د حلالې نفقې د پیدا کولو او له خاوند سره دمرستې او ثواب په معنی هم دی.
ښاغلي لودين زياته کړه ، چې دا د خوښۍ ځای دی ، چې د افغان دولت په هڅو ښځو ته د تعليم ترڅنګ داسې صنعت او نورو موخو کې د کار کولو زمينې هم برابرې شوي او ډاډ يې څرګند کړ ، چې د ننګرهار او باميانو مېرمنو د دغه پيل شوي پروګرام نه پوره ګټه اخيستې وي.
د ننګرهار والي وويل ، چې مونږ په خپل ولايت کې د ښځو د حقونو د ورکړې او د دوي د ژوند ښه والي لپاره د ښځو رياست او نورو مدني نهادونو له لوري ډيرې هڅې کړي او نن هم په دې موخه کې ژمن ېو ، چې د ښځينه نهادونو سره د ښځو لپاره لا ډېر سهولتونه رامنځته کړو.
د باميانو ولايت نه راغلو مېرمنو په استازولۍ څو تنو ښځو خبرې وکړې او د پروګرام نه يې خوښي څرګنده کړه.
دوی د ننګرهار والي نه هم مننه وکړه ، چې د ده تر مشرۍ لاندې پدې ولايت کې ښځو لپاره د پام وړ کارونه ترسره شوي او هم هيله څرګنده کړه ، چې د سوداګرو مېرمنو ترمنځ د تجربو شريکولو په موخه دا ډول پروګرامونه ادامه پيدا کړي.
په وروستۍ برخه کې د ننګرهار والي له لوري برابر شوي سوغاتونه د باميانو ولايت پر راغلو سوداګرو مېرمنو وويشل شول.
\"\"

\"\"


د مطلب کود: 93795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93795/د-باميانو-ولايت-نږدې-ديرش-تنو-سوداګرو-مېرمنو-ننګرهار-ته-سفر-په-ترڅ-کې-دې-له-والي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com