دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 94063
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون: بهرني او کورني څارونکي شکایتونه څارلی شي
تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې په ټولو ترلاسه کړیو شکایتونو به په علني ډول غور وکړي او د شکایتونو د څېړلو په مهال د ټولو رسنیو ترڅنګ کورني او بهرني څارونکي کولی شي چې دا بهیر له نژدې وویني.
د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ویندوی نادر محسني نن /یکشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل:«حاضر یوو چې د کاندیدانو او څارونکو هر ډول پوښتنو ته ځواب ووایو او زموږ د کمیسیون ټول کارونه به له قانون سره سم وي.»
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی زیاته کړه، په ولایتونو کې پر انتخاباتي شکایتونو غور مخ په ختمېدو دی او د چهارشنبې د شپې تر ۱۲ بجو به د ا بهیر بشپړ شي، وروسته هر کاندید حق لري چې په ۷۲ ساعتونو کې مرکزي کمیسیون ته په مراجعې، شوې پرېکړې چلینج کړي او پر هغې د بیا کتنې غوښتنه وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویندوی دا هم وویل چې په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون سره مناسبه همکاري ونه کړه.
محسني وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پر رييس ضیاالحق امرخېل د عبدالله عبدالله له لوري شکایت شوی دی. له بلې خوا امرخېل د کابل پر پولیسو شکایت ثبت کړی او د سروبي ولسوالۍ خلکو بیا د رایو د کموالي په خاطر شکایت درج کړی دی او ویلي یې دي چې دوی قصداً د رای ورکولو له بهیره محروم کړای شوي دي.
په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن /یکشنبه/ وویل چې د نن ورځې تر پایه به د ټولو ولایتونو رایپاڼې او انتخاباتي اسناد مرکزي کمیسیون ته ورسېږي.
ده دا هم وویل چې د انتخاباتو اداره او د رایو شمېرل د افغانانو کار دی خو ملګري ملتونه د دې بهیر د شفافیت لپاره د رای شمېرلو پروسه څارلی شي.
عبدالله عبدالله ویلي و چې د رای شمېرلو پروسه دې د ملګروملتو تر څارنې وي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جوزا د ۲۴ د دوهم ځلي انتخاباتو د قسمي پایلو اعلان ځنډولی دی خو ټاکل شوې ده چې التدايي پایلې د روان سرطان په ۱۱ مه او نهايي د سرطان په ۳۱ مه اعلان کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtyeh.uqexmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته