دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 94097
مستغني: افغانستان له اسیا څخه د اسلامي همکاریو د سازمان د دوره یي مرستیال په توګه انتخاب شوی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له اسیا څخه د اسلامي همکاریو د سازمان د دوره یي مرستیال په توګه انتخاب شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا پریکړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په جده کې شوې.
ښاغلي مستغني وویل، په دې غونډه کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال حاضر و، په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو په ستونزو او سیاسي مسایلو خبرې وشوې.
د اسلامي همکاریو سازمان تېرکال د سولې عالي شورا په همکارۍ د نړۍ د علماوو په ګډون په کابل کې د اسلام او سولې په نوم یو نړېوال کنفرانس جوړ کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguz9y.ak9ty4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته