دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 94119
دننګرهار والي ددې ولايت پوهنتون نه دلېدنې پروخت ددې پوهنتون علمي شورا له غړو سره ناسته وکړه
دننګرهار والي ددې ولايت پوهنتون نه دلېدنې پروخت ددې پوهنتون علمي شورا له غړو سره ناسته وکړه .
دغه کتنه او ناسته ، چې دپوهنتون دستونزو حل او نورو سهولتونو چمتو کولو په موخه پکې دپوهنتون درهبرۍ او استادانو نظرونه وپوښتل شول .
په پيل کې د ننګرهار پوهنتون ريس محمد صابر مومند د پوهنتون په شاليد خبرې وکړې زياته کړه ، چې اوس په دې پوهنتون کې ديارلس بېلابېل پوهنځي موجود دي ، چې څه باندې لس زره محصلين په کې په زده کړو بوخت دي .
مومند د دغې ناستې پرمهال د ننګرهار پوهنتون استاذانو د ښارګوټي رسمي چارو نه پيلېدل ، د پوهنتون داخلي سړکونو نه پخېدل ، په پوهنتون کې د برېښنا کمښت ، د کمپيوټر ساينس پوهنځي ودانۍ نشتوالی او د پوهنتون له دايرې څخه د ځينو خلکو له لوري د استملاک شوې ځمکې بېلول هغه ستونزې وګڼلې ، چې په وينا اوس ورسره لاس او ګرېوان دي .
نوموړي له ننګرهار والي څخه د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل که چېرې ذکر شوې ستونزې حل شي ، نو د پوهنتون د لاپرمختګ سبب به وګرځي .
په دغه کتنه کې ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين وويل دغه پوهنتون د هېواد په کچه په دوهم مقام کې ځای لري ، چې د هېواد دښمنانانو له لوري يې د پرمختګ د مخنيوي هڅې کېږي .
لودين زياته کړه ، چې پوهنتون او استادان د هېواد ملي شتمنۍ دي او ويې ويل ، چې د ملي شتمنۍ د ساتلو لپاره به له هر ډول ممکنه لارو ګټه اخلي .
نوموړي د ننګرهار پوهنتون په پراختيا او اوسنيو امکاناتو او کدرونو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل ، چې دا د دې پوهنتون د استادانو برکت دی ، چې اوس د ليسانس درجې ترڅنګ په ننګرهار پوهنتون کې د ماسټرۍ تر درجې پورې زده کړې کېږي .
ننګرهار والي وويل ، چې د پوهنتون استاذانو ښارګوټي ستونزه به په قانوني ډول حل او د پوهنتون نيول شوې ځمکې موضوع به له مرکزي دولت سره د حل په موخه شريکه کړي .
نوموړي د کمپيوټر ساينس ودانۍ ستونزې په اړه وويل ، چې ياد پوهنځي ته اوس مهال په واک کې ورکړل شوې ودانۍ به تر يوه بل کاله پورې هم د دوی په واک کې وي او زياته يې کړه ، چې د پوهنتون د داخلي سرکونو او برېښنا ستونزې به له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شريکې کړي .
په دغه ناسته کې د ياد پوهنتون د پوهنځيو ځينو ريسانو او استادانو د پوهنتون د لا پرمختګ په موخه ځيني وړانديزونه هم وکړل ، چې ننګرهار والي د پوهنتون د علمي شورا څخه د يوه پينځه کيسزې کمېټې د ور معرفي کولو غوښتنه وکړه ، څو د پوهنتون د ستونزو په حل کې ورسره دوامداره ناستې ترسره او مشورې ورسره شريکې کړي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb98b9.rhba8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته