کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د امرخېل پرضد تورونه رد کړل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 سرطان 1393 ساعت 13:55


تاند- د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د پخواني ريیس ضیا الحق امرخېل پر ضد د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم شکایتونه ناسم ثابت شول.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون پرون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د پخواني رييس ضیاالحق امرخېل پر خلاف ټول تورونه رد کړل.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نادر محسني وویل، د ښاغلي امرخېل پرخلاف شکایتونه وروسته له دې لغوه شول چې نوموړي له دندې استعفا ورکړه.
ده وویل، د امرخېل پرخلاف د عبدالله له لوري وړاندې شويو شواهدو په درغلۍ کې د امرخېل لاس لرل نه ثابتوله.
ده همداراز وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به هر هغه شکایت چې جنايي اړخ لري د پلټنې لپاره اړوندو ادارو ته ارجاع کړي.
امرخېل د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته استعفا ورکړه. ملګروملتو، د انتخاباتو کمیسیون، ولسمشر کرزي او د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وویل چې امرخېل د هیواد د لوړو ملي ګټو لپاره له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د جوزا په څلرویشتمه د دوهم ځلي انتخاباتو په ورځ سروبي ته د رایپاڼو د وړلو په خاطر امرخېل په درغلۍ تورن کړ او په همدې خاطر یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته شکایت وکړ.
په ورته وخت کې امرخېل د کابل د امنیه قومندان پرضد شکایت درج کړی او ویلي یې دي چې قومندان د یوې دسیسې پراساس سروبي ته د رایپاڼو د رسېدو مخنه نیولې او زرګونه خلک یې د رای ورکولو له حقه محروم کړي دي.


د مطلب کود: 94196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94196/د-انتخاباتي-شکایتونو-کمیسیون-امرخېل-پرضد-تورونه-رد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com